
کابل، د سلواغې ٦مه، باختر
د بلخ، باميان او لوګر امنیتي مسوولین وایي، چې په دغو ولايتونو کې یې ٢٥ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د بلخ امنیتي مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز مزارشريف ښار کې یې ١٩ تنه د غلا، قتل او اخلاقي فساد په تور نیولي دي.
په ورته وخت کې باميانو کې هم ٤ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا، له نيول شويو کسانو څخه ١٦٠ ګرامه چرس او ٢٧ زره ٦٠٠ افغانۍ هم ترلاسه شوې دي.
همدارنګه د لوګر په مرکز پُل علم او بره کي برک ولسوالۍ کې ٢ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
لمر