ورزش

د کابل ورزشکارانو د «قوت الرمي» په سياليو کې لومړى مقام وګاټه

کابل/باختر/ د چنګاښ ۸ مه
د کابل ورزشکارانو د «قوت الرمي» په هغو سياليوکې چې پرون په باميانو کې ترسره شوې؛ لومړى مقام وګاټه.
د باميانو د ورزش آمر سيد اسحاق هاشمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په مناسبت له (کابل، هرات، بلخ، باميانو، دايکنډي، غزني، خوست او کاپيسا) څخه د ٢٠ نجونو په ګډون د فايټر د ٩٠ ورزشکارانو ترمنځ باميانو ښارکې دوه ورځې ترسره شوې.
هغه زياته کړه چې په سياليو کې د کابل ورزشکارانو د ٦٥ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام، د کاپيسا ورزشکارانو د ٦٠ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او د باميانو ورزشکارانو د ٣٥ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او دباميانو ورزشکارانو د ٣٥ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقامونه وګټل.
قوت الرمي يو رزمي او د شخصي دفاع ورزش دى او په هېواد کې يې، نجونې او ښځې علاقمندې دي.
ختم_ سعيده _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته