(PS)خبرونه(PS)امنیت

په بلخ، هلمند او خوست کې ۹ تنه د جنایي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

د بلخ، هلمند او خوست ولایتونو امنیتي مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې یې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د بلخ امنیتي مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې امنيتي ځواکونو په نهرشاهي ولسوالۍ کې یو کس د مجاهدینو له نوم څخه په ګټې اخیستنې یو تن د غلا په تور دغه راز د مزارشریف ښار په اتمه او لسمه حوزه کې ۶ تنه د غلا، نشه يي توکو د پلور او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.

ورته مهال د خوست او هملند امنیتي مسوولینو هم په دغو ولایتونو کې د غلا او اوسپنې قاچاق په تور د ۲ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا