کابل باختر د وري يوولسمه :
په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو په مرکزونو دکوماندو د ځواکونو په بريد کې د طالبانو د ډلې ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دغه بريدونه تېره شپه په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو ترسره شول .
د هېوادپه لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې دکوماندو ځواکونو په دغه بريدونو کې ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او له وسلو او مهماتو سره يې د وسله والو طالبانو څو مرکزونه هم دړې وړې کړل .
ختم- ج _ اکرم