خبرونهامنیتTOP

په بلخاب کې د بغاوتګرو مشر مولوي مهدي ووژل شو

 کابل، د زمري۲۶مه، باختر

د ملي دفاع وزارت وايي چې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د بغاوتګرو مشر مولوي مهدي يې وژلی دی.

ملي دفاع وزارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې مولوی مهدي په بلخاب کې تر ماتې وروسته غرونو ته تښتېدلي وو او تازه يې غوښتل چې د هرات له لارې ايران ته وتښتي.

په خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې د کشف او استخباراتو سرحدي ځواکونو نوموړی څارلی او له ايران سره پر پوله يې وژلی دی.

د یادولو وړ ده، چې مولوي مهدي د یوه څه مودې لپاره په بامیانو کې د اسلامي امارت د استخباراتو د مشر په توګه دنده ترسره کوله چې وروسته يې بغاوت وکړ او بلخاب ولسوالۍ ته وتښتېد.

د اسلامي امارت ځواکونو هماغه مهال د نوموړي د نیولو په موخه عملیات ترسره کړل، خو مولوي مهدي په تېښته بریالی شوی وو، چې بلاخره نن په هرات ولایت کې د ایران پولې ته نژدې ووژل شو.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا