ښوونه او روزنه

د کانونو او پټروليم وزارت ٢٥ تنو انجنيرانو زده کړې وکړې

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٧  نيټه  :
د کانونو او پټروليم وزارت ٢٥ تنو انجينرانو په ترکيه کې د کانونو په برخه کې   تخنيکي او مسلکي زده کړې وکړې.
د کانونو او پټروليم وزارت وياند د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل   چې دغو انجنيرانو د کانونو په برخوکې چې د کانونو اساسات، برمه کارۍ، د کانونو  راسپړل، د زيرمې تثبيتول او په خلاصو کانونوکې اقتصادي محاسبه، د توليد پلان او په خلاصو کانونوکې د سړک د طراحۍ په برخوکې د يوې مياشتې لپاره مسلکي او تخنيکي زده کړې کړې دي .
د کانونو او پټروليم وزارت وياند زياته کړه چې افغان انجنيرانو په ترکيې کې   د سرو زرو او د ډبرو سکرو د کانونو د را ايستلو لارې چارې هم ليدلې دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته