
کابل، د لېندۍ ۹ مه، باختر
د بلخ او سرپل امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو په تور ۱۰ تنه نیولي دي.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري ۲ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د سرپل د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۸ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
جهانیار