خبرونهامنیت

په بلخ او هرات کې ۲۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د لړم ۲۴مه، باختر

د بلخ او هرات امنیتي مسوولین وایي، چې په دغو ولایتونو کې ۲۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د باختر آژآنس د خبر له مخې د بلخ د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبینو په دغه ولایت کې ۵ تنه له یو شمېر نشه یي توکو سره یو ځای نیولي دي.

او دغه راز په تېرو ۲ ورځو کې په دې ولایت کې ۹ تنه د غلا، اخلاقي فساد او جوار ګرۍ  په تور نیول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې؛ په هرات کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبینو  د يو لړ بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د دې ولايت له بېلابېلو سیمو ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.

د یادونې وړ ده، چې د نیول شويو کسانو دوسې به تر لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د عالیقدر امیر المؤمنین د یوه فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د نشه يي توکو پر پلور، پېر، قاچاق، کرکیلې او استعمال بندیز لګولی دی.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا