خبرونهورزش

په بلخ او هلمند کې د کرکټ پيل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې

 کابل، د تلې ۱۶ مه، باختر

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د کلپونو په کچه سيالۍ چې هر کال د هېواد په ټولو ولايتونو کې ترسره کېږي، په هلمند کې یې اتلولي سټار اڅکزي لوبډلې وګټله.

یادې سیالۍ چې د هلمند ۱۹ ځايي لوبډلو په کې ګډون کړی و، پايلوبې ته يې «راشد خان او سټار اڅکزي» لوبډلو لار ومونده، خو سټار اڅکزي لوبډلې د شپږو ویکټو په توپیر سره بريا خپله کړه او د يادو لوبو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

په ورته وخت کې په بلخ ولایت کې د کرکټ سیالۍ د دولت ابا د ښاروالۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د کرکټ دغه سیالۍ، چې د بلخ ولایت د ۸ لوبډلو په ګډون ۲۲ ورځې وړاندې متحد ښارګوټي لوبغالي کې پيل شوې وې، د دولت آباد د ښاروالۍ لوبډلې په لومړي مقام او د مزار شریف ښاروالۍ په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې. په دغو سیالیو کې د مزاري کرکټ لوبډلې درېیم مقام تر لاسه کړ.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا