اقتصاد

د هند د مرسته شويو غنمو د لېږدونې درېيمه بېړۍ چابهار ته ورسېده

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
له افغانستان سره د هند ٥ زره ٧٥٠ مټريک ټنه مرسته شوي غنم چابهار بندر ته ورسېدل او هېواد ته د دغو غنمو لېږدول پيل شوي دي.
د دغو غنمو په لېږدونې سره د هندوستان د ٧٥ زره مټريک ټنو مرسته شويو غنمو له جملې څخه نږدې ٢١ زره مټريک ټنه يې لېږدول کېږي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو بېړني حالت او غنمو ته د زياتې اړتيا له په پام کې نيولو سره د ملي پرمختيا شرکت د لېږدونې بهير ګړندى کړى دى او له دې سره جوخت د پاتي غنمو د انډي کولو کار دوام لري او ټاکل شوې ده د پاتي غنمو د لېږدولو بهير د جون په اتمه پيل شي.
د يادونې وړ ده، د هغو ١٠ زرو ټنو غنمو لېږدول چې پخوا له کاندولا بندر څخه پيل شوي وو، بشپړ شوي او د قندهار او هرات په زېرمو کې ځاى پرځاى شوي دي.
د ملي پرمختيا شرکت د هندوستان د ٧٥ زره مټريک ټنه غنمو د لېږدونې مسووليت منلى دى .
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته