کابل باختر دلړم شپاړلسمه :
په هرات کې دفوټبال دغوره ليګ دسياليو په دوام نن دصرافانو او انصاري ټيمونه لوبه کوي .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دصرافانو او انصاري ټيمونه لوبه کوي .
دغه سيالۍ داتو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي او په دوام يې پرون دانصاري ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره دآمو ټيم ته ماتې ورکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ