کابل / دتلې ٩مه / باختر :
په کاپيسا کې تېره شپه يوغير مسوول سړى له پوليسو سره په نښته کې ووژل شو .
دکاپيسا دپوليسو وياند عبدالشايق شورش باختراژانس ته وويل چې يوې ډلې غير مسوولو وسله والو کسانو دکاپيسا ددويمې برخې ولسوالۍ په کنشان سيمه کې دپوليسو په ګزمې ډزې وکړې چې دپوليسو له غبرګون سره مخ شول چې ددغې ډلې يوتن ووژل شو اوڅلور نور يې ټپيان شول .
شورش زياته کړه چې پوليسو ددغې ډلې دنورو کسانو دموندلو په مقصد هلې ځلې پيل کړي دي .
ختم_ شکريه _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ