ټولنه

تبصره

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
زموږ په هيواد کې په داسې حال کې دشهيد داوونۍدرناوى کيږي چې دشهيدانو له کورنيو او وارثانو سره دمرستې او لاس نيوى فرهنګ نه دى بنسټيز شوى، په داسې حال کې چې دغه کورنۍ له زياتو ستونزو سره مخامخې دي .
دباختر آژانس مبصر ليکى : د هيواد دملي اتل احمد شاه مسعود دشهادت دتلين او په هيواد کې دشهيد د اوونۍ په داسې حال کې درناوى کيږي چې دهمدې ورځې په تيريدو سره دهغه کورنيو شمېر چې خپل عزيزان دهيواد د دفاع په لاره کې اويا په تروريستي پيښو کې له لاسه ورکوي؛ زياتيږي .
دلته ضروري ده چې دشهيد او د هغو کسانو دنامه په نسبت چې خپل ژوند يې دهيواد او خلکو لپاره قرباني کړى دى؛ واحده کتنه ولرو.
په کليزه کې دشهيد اوونۍ ته ځاى ورکول کيداى شي يو ارزښتناک يون او له هغو زرګونو کورنيو سره ملاتړيز حرکت وي چې خپل بچيان يې دشهيد په نامه ټولنې ته وړاندې کړي دي ، خو يواځې په کليزه کې دشهيد اوونې ته ځاى ورکول کافي نه دي. ځکه دشهيد مقام او دهغوى دکورنيو دحقوقو رعايتول موږ زياترو اخلاقي ، ديني او هيوادنيو مکلفيتونو ادا کولو ته بولي چې بايد هغه ترسره کړو چې د ټولنې اصلاحي بهير تعقيب شي او د ډول ډول خدمتونو په وړاندې کولو سره دشهيد دحقوقو او وينې درناوى وشي.
ددغې اوونۍ درناوى بايد يو روښانه پيغام وي؛ داسې پيغام چې وکولاى شي دشهيدانو دکورنيو په ژوندانه کې بدلون رامنځته کړي او په ټوليزه توګه ټولنه دشهيدانو دکورنيو دساتنې ، لاس نيوى او مرستې عامل شي.
موږ بايد په سياسي ،اقتصادي او ټولنيز عقلانيت سره دشهيدانو دکورنيو په لور  ګام واخلو اوله دغو کورنيو سره دمرستې زمينې وڅيړو او دغو کورنيو ته دمرستې دوړاندې کولو په لاره کې خپل دريځ وټاکو.
موږ په داسې حال کې دشهيد داوونۍ د درناوى په لور ځو چې د شهيدانو کورنۍ، د هغوى يتيم ماشومان او کونډې له جدي ستونزو سره مخامخې دي. دغه ستونزې د استوګنځي له ستونزې څخه نيولې د جامو او ښوونې او روزنې تر ستونزو پورې د شهيدانو په کورنيو سيورى غوړولى دى .
موږ بايد په پراخ او مناسب نظر دکورنيو په لور ورودانګو او لکه څنګه چې د زمانې او شرايطو غوښتنه ده؛ د شهيدانو دکورنيو داحوالو پوښتنه او خدمت وکړو.
په يوه څرګند او روښانه پيغام سره ددغې اوونۍ درناوى وکړو ، ښه په دا وي چې موږ دشهيدانو له کورنيو سره دمرستې همکارې منابع زياتې کړو او د دوى ترڅنګ له دغو کورنيو سره دمعنوي مرستو په فکر کې واوسو چې هغوى دهيواد دنورو اتباعو ترڅنګ د روحي آرامى احساس وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته