د ایټالیا د اقتصاد او نړیوالې پراختیا وزارت استازي ښاغلي پاولو روماني د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیا نخچه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي ته ورکړه.
دجمهوري رياست دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د ایټالیا د اقتصاد او نړیوالې پراختیا وزارت استازي د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیا نخچه چې د هغه پراختیایي پلان د دغه هېواد د تخنیکي ډلې له خوا مطالعه او جوړ شوی دی ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي ته وړاندې او په دې اړه یې معلومات ورکړل.
په مقابل کې د هېواد جمهوررئیس د هرات د نړیوال هوایي ډګر د جوړولو او پراختیا په لاره کې د ایټالیا هېواد مرستو او همکاریو ته هرکلی ووایه، د ترانسپورت او هوایي چلند سرپرست داوودعلي نجفي ته یې لارښوونه وکړه چې دغه پلان دې د کابینې په راتلونکې غونډه کې مطرح کړي چې له هر اړخیزې څیړنې وروسته د دغې پروژې د کار د پیل کیدو په باب لازم تصمیمونه ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې د ایټالیا هېواد د هرات د نړیوال هوایي ډګر د پراختیایي پروژې د ترسره کولو لپاره چې له ملحقاتو سره د نوي ترمینل او د رنوي د کرښې جوړول هم پکې شامل دي، ۱۳۷ میلیونو یور داوږد مهالي پور په توګه لګوي.