روغتیا

هرات ته دهېواددعامې روغتيا دوزېر سفر

کابل باختر دمرغومي څلورويشتمه :
دهېواد د عامې روغتيا وزير نن ديو هئيت په مشرۍ هرات ته ورسيد
دعامې روغتيا وزېر ډاکتر فيروزالدين فيروز دهرات له والي محمد آصف رحيمي سره په کتنه کې دخپل سفرهدف د څو رو غتيايې پروژو پرانيستل اعلام کړ.
او زياته يې کړه له دغو پروژوڅخه په مستقيم ډول به زر ګونوتنه استفاده کوي.
له بله پلوه دهرات والي هم دروغتيايې برخو د پياوړتياپه لاروکې ددغه وزارت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې ده د عامې روغتياوزير د سفر په بهير کې د خواجه عبدالله انصاري د روغتون د ځانګړوڅارنود څانګې د بنسټ ډبره کيښودل شي او څو نورې مهمې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
په دې کتنه کې د بډوډو د څارنې په برخه کې د روغتيايې پرمختګونو  او دکورنيو متخصصانود روزنې په باب هم خبرې وشوې.
داپه داسې حال کې  ده چې پخوا دولايت د مقام د غوښتنې له مخې د عامې روغتيا وزارت ژمنه کړې وه چې دهرات په روغتون کې د دياليز دستګاوې لسو ته زيات کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته