-کابل باختر د ليندى يوولسمه :
په هرات کې دترافيکي پيښو له امله يوتن ووژل شو او ديارلس تنه نور ټپيان شول .
دهرات دمرکزي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي دباختراژانس خبريال ته وويل: په ادرسکن ولسوالۍکې يوګړندى موټر په يوه شپږ کلن ماشوم وخوت او هغه يې وواژه اومړى يې دغه روغتون ته وليږدول شو .
شيرزي وويل په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهرات ولايت ديارلس تنه نور اوسيدونکي هم په بيلابيلو ترافيکي پيښو کې ټپيان شوي دي او همدا اوس تر درملنې لاندې دي .
ده ددغو ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ