فرهنګ

د بیان د آزادۍ ( رسنیو ) د نړیوالي ورځي په مناسبت مراسمو ته، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر عبدالباري جهاني د وینا متن:

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
د بیان د آزادۍ ( رسنیو ) د نړیوالي ورځي په مناسبت مراسمو ته، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر عبدالباري جهاني د وینا متن:

03-May-2016
۱۴-۰۲-۱۳۹۵
بسم الله الرحمن الرحیم
د هیواد د رسنیو د کورنۍ درنو غړو، د بیان د ازادۍ لارویانو، خویندو او وروڼو!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاتهُ.
ترهرڅه وړاندي د بیان د آزادۍ د نړیوالي ورځي مبارکي درکوم، په دې لاره کي د هیواد د شهیدو، زخمي او ګواښل سوو ژورنالیستانو سرښندنو او قربانیو ته د قدر او درنښت مراتب وړاندي کوم. هغو چي د بیان د آزادۍ په ساتلو او خپل سپېڅلي مسلک پاللو، خپل سرونه قربان کړيدي، روحونوته یې جنتونه او آرام له خدایه غواړم. د بیان ازادي افغانستان ته د یوه مهم ارزښت په توګه مطرح ده او ددغه ارزښت لپاره هڅي نه هېرېدونکي دي.

په ۱۹۹۳ کال، د ملګرو ملتونو پرېکړه، چي د مې د میاشتي درېیمه  « چي په افریقاکي د وینډهوک د اعلامیې ۱۹۹۱،د مې میاشتي د ۳یمي، د خپرېدو د ورځي سره سمون لري» دي د بیان د آزادۍ د نړیوالي ورځي او یا رسنیو د نړیوالي ورځي په نامه ونومول سي، هر کال د ځانګړي شعار سره لمانځل کېږي. د سږ کال شعار « معلوماتو ته لاسرسی او بنسټیزي ازادۍ ستاسو حق دی.» ټاکل سوی دی. له نېکه مرغه افغانستان په دې برخه کي ګڼي لاسته راوړني لري او موږ ژمن یو چي د ټاکل سوي شعار په پلي کولو کي هر اړخیزي هلي ځلي وکړو. دغه راز د ژورنالیستانو مصئونیت او د سانسور مخنیوی چي د سږ کال د بیان د آزادۍ د نړیوالي ورځي د تمرکز ټکي دي، موږ به یې په پام کي نیسو.

 په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کي زما د کار د پیل سره، ستاسو د یوشمېر استازو په غوښتنه، موږ د بیان د آزادۍ د ملاتړ او بېځایه سانسور د مخنیوي په موخه، د رسنیو د څار کمېسیون چي قانوني بنسټ یې هم نه درلود لغوه کړ. په هیواد کي د رسنیزو فعالیتونو د ښې همږغۍ په موخه مو د خصوصي رسنیو د مسئولینو او کارکوونکو سره اړیکي پیاوړي کړل او د قانوني لارښوونو سره سم مو د رسنیزو کمېسیونونو ټاکلو چاري پیل کړې.

 تېر کال د چنګاښ ( سرطان ) په میاشت کي مو اطلاعاتو ته پر لاسرسي د څار کمېسیون ته د جوړېدو زمینه برابره کړه. دغه دیارلس کسیز کمېسیون چي د غړو، مشرتابه پلاوي، کاري لایحو او اصولو ټاکلو وروسته اوس په کار بوخت دی، د قانون، مقررې او فعالیت سره یې، معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کي، افغانستان د نړۍ له شلو غوره هیوادونو څخه ګڼل کېږي.

 د ټولیزو رسنیو د جواز، فعالیت، تخنیکي مشورو، د ملي راډیو ټلویزون خپرنیزو او مالي چارو او په ټوله کي د هیواد د رسنیزو فعالیتونو د معیاري کولو په موخه مو، د تېر۱۳۹۴ لمریز کال د لړم ( عقرب ) پر ۲۵مه، د ټولیزو رسنیو د قانون د ۴۲ او ۴۳مي مادې پر بنسټ د ټولیزو رسنیو کمېسیون تشکیل کړ. د جنسیتي او قومي جوړښتونو په پام کي نیولو سره، له اوو تنو لوستو او مسلکي ژورنالیستانو جوړ دغه کمېسیون پرله پسې اونیزي غونډي کوي او چاري یې په ناپېیلې توګه پر مخ ځي.

 دغه راز مو د ټولیزو رسنیو د قانون د ۴۲ او ۴۳ مادو د تعدیل او ۴۴مي مادې د زیاتوني له مخي، د تېر ۱۳۹۴ لمریز کال د لړم ( عقرب ) پر ۲۵مه د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړني کمېسیون تشکیل کړ. د بېلابېلو قشرونو له منتخبو استازو جوړ دغه کمېسیون د خپرونو د قانوني کولو، رسنیزو شکایتونو د څېړلو او د ټولیزو رسنیو د قانون په ۴۵مه ماده کي د راغلو منع سوو مواردو د مخنیوي په موخه هلي ځلي کوي. دغه کمېسیون په خپلو اونیزو غونډو کي تر دا مهاله ۳۴ موضوعات څېړلي دي.

 د درې ګونو کمېسیونونو تر څنګ، په لوړه سطحه، د رسنیو عالي شورا په پر له پسې فعالیت بوخته ده. دغه دیارلس کسیزه شورا چي د بېلابېلو اړخونو استازي حضور پکښي لري، پر مهمو رسنیزو پالیسیو کار کوي او د هیواد د رسنیز وضعیت د ښه والي په موخه تصامیم نیسي. تېر کال د تلي ( مېزان ) په میاشت کي د کندوز د ناامنیو پر مهال د بېړنیو حالاتو مطبوعاتي طرز العمل جوړول او د رسنیو سره اړیکي ددغي شورا د کارونو د یوې نمونې په توګه یادولای سو. باید یادونه وکړم چي هغه مهال مو د بېځایه سوو ژورنالیستانو د لاسنیوي په موخه د بېلابېلو آدرسونو سره د اړیکو نیولو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له اړخه، د شاوخوا څلوېښتو تنو ژورنالیستانو سره د همکارۍ هڅه وکړه.

 

درنو ژورنالیستانو!
 د بیان د ازادۍ په رڼا کي د افغانستان د خصوصي رسنیو پراخ فعالیت په خپل تکامُلي حرکت کي، د لږ وخت په تېرېدلو ډېر پرمختګ کړی دی. ځیني هغه مسایل چي په لومړیو وختونو کي یې وړاندوینه نه کېږي، د کار او فعالیت په جریان کي رامخ ته کېږي او کله چي ضرورتونه احساسېږي موږ به یې د حل کوښښ کوو لکه د ټولیزو خصوصي رسنیو د تاسیس او فعالیت د ډول د مقررې د ترتیب هڅه.

ستاسو د غوښتنو، ستونزو او اړتیاوو په پام کي نیولو سره مو، دغه مقرره تېر کال ترتیب کړه چي د زمري ( اسد ) د میاشتي پر ۲۱مه تر قانوني پروسې وروسته د جلالتمآب اولسمشر لخوا توشېح او د لړم ( عقرب ) د میاشتي پر ۱۶مه په  ۱۱۹۶ ګڼه، رسمي جریده کي خپره سوه. چي دا مهال پلې کېږي او په بشپړ تطبیق کي یې ستاسو همکارۍ ته اړتیا لرو.

په څلورو فصلونو او ۴۱ مادو کي، یاده مقرره د خصوصي رسنیو د تاسیس تر څنګ د رسنیو د مالکینو، مسئولینو او کارکوونکو ترمنځ پر؛ کاري اړیکو، مکلفیتونو او امتیازاتو، استخدام او انفکاک، طرزالعملونو، لوایحو او دې ته ورته نورو مسایلو رڼا اچوي. دغه راز د کاري اختلافاتو د حل په موخه د یوه کمېسیون ذکر کوي چي په نږدې وخت کي جوړېدونکی دی. زه باور لرم چي ددغي مقررې د بشپړ تطبیق په صورت کي به موږ د رسنیو په چاپیریال کي ګڼي ستونزي هواري کړو.

درنو حاضرینو!
 ۱۲ ورځي وړاندي ( د اپرېل پر۲۰مه ) د بې پولي خبریالانو ټولني د نړۍ د ۱۸۰ هیوادونو د ۲۰۱۶کال د بیان د ازادۍ څرنګوالی په یوه رپوټ کي خپور کړ. افغانستان په ۱۸۰ هیوادونو کي ۱۲۰م هیواد ګڼل سوی وو، ددغي ټولني د ۲۰۱۵ کال په رپوټ کي افغانستان ۱۲۲م او په ۲۰۱۴م کال ۱۲۸م ځای درلود. د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶ کال پوري د افغانستان لپاره د اتو درجو وړاندي تګ اود وضعیت  سمون، د پام وړ خبره ده. په مجموع کي تر ټولو ګاونډیو، د سیمي او آن د نړۍ تر شپېتو هیوادونو په لوړ مقام کي د افغانستان درېدل دي، تاسو د رسنیو کورنۍ او ټولو هیوادوالو ته مبارک سي.

په ګزارش کي ژورنالیستانو او د بیان ازادۍ ته د ګواښونو په توګه، د هیواد دعمومي ستونزو ترڅنګ د وسله والو مخالفینوفعالیتونو ته اشاره سوې ده او له بده مرغه دغه ګواښ موږ ته د طلوع پر کارکوونکو د برید په څېر مثالونه راکړي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د شهدای رسانه په نامه چاپ سوی څېړنیز اثر چي د نننۍ غونډي په مناسبت چاپ سوی په تېرو څوارلسو کلونو کي د افغانستان د بیان د ازادۍ په لاره کي د ۶۲ کورنیو او بهرنیو ژورنالیستانو مرګوني ارقام وړاندي کوي چي واقعاً ډېره لویه ضایعه ده.

 

 د رسنیو او د رسنیو د کارکوونکو مصئونیت له ډېره وخته زموږ د اندېښنې ټکی دی. د وروستیو پېښو او ننګونو احساسولو وروسته د ملي امنیت شورا، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، امنیتي ارګانونو او ستاسو ژورنالیستانو استازو د رسنیو او ژورنالیستانو د مصئونیت د طرزالعمل مسوده نهايي کړه چي په نږدې وخت کي به تر قانوني مراحلو طی کولو وروسته عمل ته وړاندي سي. ددغه طرزالعمل له مخي به په مرکز کي درې بنسټونه: ګډه کمېټه، د همږغۍ او ملاتړ مرکزونه او همدا راز په ولایتي سطحه ورته جوړښتونه د رسنیو او رسنیو د کارکوونکو د مصئونیت په برخه کي، په ګډه کار کوي. حکومت کوښښ کوي چي د بیان د آزادۍ او رسنیو د فعالیت لپاره مناسب چاپیریال رامنځ ته کړي.

د بیان د آزادۍ د لاري درنو لارویانو!
 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیان د ازادۍ د ملاتړي ارګان په توګه ستاسو لا ډېري همکارۍ ته اړتیا لري. د هیواد د مطبوعاتي وضعیت د ښه والي په موخه په پام کي لرو چي ستاسو له منځه د مسلکي او مجربو شخصیتونو په حضور یو باصلاحیه مشورتي بورډ تاسیس کړو، پر دغه طرحه کار سوی دی، په نږدې راتلونکي کي به یې پر جوړولو کار پیل سي.

 د ټولیزو رسنیو په قانون کي تعدیل روان دی، ستاسو د غوښتنو سره سم د افغاني رسنیو په وړاندي د نورو هیوادونو د توپیري چلند په مقابل کي د بالمثل عمل د مادې په اضافه کولو او همداراز د رسنیو عالي شوراته د دوو تنو نورو ژورنالیستانو د زیاتولو تر څنګ ډېر نور هغه ټکي په پام کي نیول سوي، چي تاسویې غوښتنه درلوده.
 د تېرو څوارلسو کلونو په اوږدو کي د ژورنالیستانو په وړاندي د تاوتریخوالي د ۶۲۵ قضیو د څېړلو په موخه، د اولسمشر د دوهم مرستیال ښاغلي سرور دانش په مشرۍ کار روان دی، موږ به کوښښ وکړو چي پروسه یې چټکه سي.

 د کاپي رایټ په قانون کي تعدیل روان دی، په بشپړېدو او پلي کېدو به یې ګڼو ستونزو ته حل لاري په ډاګه سي.
 د بیان د آزادۍ په لاره کي د شهیدو ژورنالیستانو سرښندونو ته د درناوي په موخه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اولسمشر مقام ته وړاندیز کړی دی چي د کابل ښار یوه څلورلارې دي د شهیدو ژورنالیستانو په نوم ونومول سي، موږ هیله من یو چي دا چاره ژر ترسره سي.

 په هیواد کي د فکر او بیان د ازادۍ د ملاتړ په موخه مو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت روان مالي کال د بودجې څخه دوه نیم مېلیونه افغانۍ د کتابونو د چاپ او اخیستلو لپاره ځانګړي کړي دي او د هیواد د چاپي رسنیو د ملاتړ په موخه له دې ځایه د وزارت اړندو ازادۍ د مطبعو لخوا د چاپ په چاروکي د یوې اندازې تخفیف اعلان کوم چي طرزالعمل به یې وروسته بشپړ سي.

د خپلو خبرو په راټولولو ستاسو ټولو څخه د بیان د ازادۍ او پیاوړو معیاري رسنیو د درلودلو په موخه، د هیواد د ملي ارزښتونو، نافذو قوانینو او اخلاقي کودونو د په پام کي نیولو هیله لرم. د بیان ازادي زموږ لپاره یو مهم ارزښت دی او د پاللو په چارو کي یې ستاسو ترڅنګ د هلوځلو ژمنه کوم.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته