نړۍ

مهاجرينو ته داروپا دکميسيون دڅلور څلويښتو مليونو يورو مرسته

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
داروپا کميسيون په افغانستان کې دطبيعي پيښو او دجګړې له امله دزيانمنو شويو کسانو سره دڅلور څلويښتو مليونو يورو مرسته اعلام کړې ده .
باختراژانس دبهرنيو رسنيو له خولې خبر راکړ. داروپا کميسيون افغانستان ته دڅلور څلويښتو مليونو يورو مرسته اعلام کړې ده .
داروپا کميسيون وايي له اوسنۍ مرستې څخه يې اووه مليونه پاکستان ته اولس مليونه ايران ته به ورکړي شي چې ددې په وسيله دافغان مهاجرينو او ماشومانو لومړي اړتياوې  برابرې کړي
ددغې مرستې  يوه برخه  دماشومانو دلګښتونو لپاره هم په پام کې نيول شوې ده .  له دغې مرستې څخه ٢٥  مليون يې دافغان  بې ځايه شويوکورنيو لپاره او دغه راز دراستنو شويو افغان کډوالو ته په پام کې نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته