اسلام ابادباختر د مرغومي شپږمه :
دامريکا د پرمختيايي ادارې يوکارکوونکى وارن وينستين چې دوه کاله مخکې دپاکستان په لاهور ښارکې تښتول شوى و؛ په هغه نوى ويډيويي کسټ کې چې خپورشوى دى؛ د امريکا له جمهور رييس بارک اوباماڅخه غوښتي دي چې ددغه کارکوونکى دخلاصون لپاره دې خبرې او مرسته وکړي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه ديارلس دقيقه يي ويډيويي کسټ چې پرون د اسوشيتد پرس د خبري آژانس له لارې خپور شو؛ وينستين ويلي دي: داسې احساسوي چې آزادبه شي.
دى د ٢٠١١ ميلادي کال د اګـست په مياشت کې په لاهور ښارکې له خپل کورڅخه وتښتول شو او القاعده د دغې امريکايي تبعه د تښتولو مسووليت په غاړه واخيست .
يو برقي ليک ددغه ويډيويي کست په مليتا د اسوشتيدپرس خبريالانو ته ايمل شوى دى. خو ددغه الکتروليکي ليک د ايمل وخت معلوم نه دى.
0 1 دقیقه لوستل