امنیت

په کندهار کې دشپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل او نيول کيدل

کندهار باختردوري  دمياشتې ١١ :

په کندهار ولايت کې په دوو جلا جلا پيښو کې دملي امنيت دډزو په بهير کې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول

په دغو پيښو کې چې دپنجشنبې په ورځ دپنجوا يي او شاه ولي کوټ ولسواليو په مر بو طاتو کې وشوې څه نا څه دوه تنه نور طالبان نيول شوي دي

د کندهار ولايت درسنيو مسوول جاويد فيصل باختر اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو غو ښتل په دغو ولسواليو کې په سړک کې ماين ځاى پرځاى کړي چې د ملي امنيت د وسله والو ځوا کونو له خوا  ور باندي بريد وشو

ده وويل چې په دغو پيښو کې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول

د کندهار ولايت درسنيو د مسوول دڅرګندونو له مخې ،په دغو نښتو کې د ملي امنيت ځواکونو ته زيان نه دى او ښتى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته