امنیت

د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د ۲۰ تنو وسله والو ترهګرو وژل کيدل

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٨ نيټه : د افغانستان ملي دفاعي اوامنيتي ځواکونو په تيرو۲۴ساعتو کې د اعلام شوي اوربند په نظر کې نيولو سره، ۴ ګډ چاڼيزعمليات ،۹۳ ځانګړي کوماندويي دندې او۱۴ هوايي بريدونه د دښمن د ډله ايزو بريدونو او ډزو په ځواب د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هيواد په بيلابيلو سيمو کې په لاره اچولي، هوايي ځواکونو ۱۱۳ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره کړي دي چې په پايله کې يې۲۰تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۱۹ تنه ټپيان او ۵ تنه نور نيول شوي دي. دغه ګډ عمليات چې د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، غزنی، بادغيس، فارياب، کندز، تخار او هلمند په ولايتونو کې تر سره شوي چې له امله يې د تخار ولايت د چاه آب په ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان، دننګرهار ولايت د خوږياڼيو په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپيان، د غزني ولايت د اندړو او آب بند په ولسواليو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپيان او يو موټر سايکل لاسته راغلی او د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ اړوند شاهی پله په سيمه کې ۵ تنه ترهګر له وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي . ملي اردو د هيواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنيت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د اوربند نه ملا ټړ کوي او د هغه ترهګرو د ځپلو لپاره چې نه غواړي د افغانستان خلک د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي قوي عزم او اراده لري. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته