خبرونه

د غزني د سردار تاریخي غونډۍ سپړنې ته د ایټالیا توجه راجلب کېږي

– کابل / د غوايي لومړۍ نېټه / باختر
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد وايي چې د دغه ولایت د سردار تاریخي غونډۍ سپړنې ته ته د ایټالیا توجه راجلب کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د یادې غونډۍ ځینې برخې د وخت په تېرېدو سره له منځه تللې؛ خو مسوولین ډاډ ورکوي، چې سردار غونډۍ ته به له پخوا ډېره پاملرنه وکړي.
حبیب الله مجاهد وایې چې د سردار تاریخي غونډۍ، تر دوه زره کاله زیات تاریخي لرغونتوب لري او زرګونه قلمه بودایي تاریخي آثار په دغه غونډه کې کې تر خاورو لاندې شوي دي.
مجاهد زیاتوي، چې په ۱۳۴۰ کال کې زرګونه قلمه تاریخي آثار، له سردار تاریخي غونډۍ څخه د افغان او ایټالیا هېواد لرغون پېژندونکو په مرسته ترلاسه شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د څرګندونو له مخې؛ په لټه کې دي چې د ایټالیا هېواد پاملرنه بېرته سردار تاریخي غونډۍ ته را جلب کړي او د یادې غونډۍ سپړنې له سره پيل کړي.
په همدې حال فرهنګي فعال او د غزني موزیم مدیر آغا محمد خوشه زاده وايي: که چېرې د افغانستان اسلامي امارت سردار تاریخی غونډۍ ته پاملرنه وکړي، نو امکان لري چې کورني او بهرني سیلانیان غزني ته را جلب شي.
خوشه زاده زیاتوي، چې دغه غونډۍ مخکې له اسلامه د بودایانو د پادشاهانو، عبادت ځای و او د بودایې دورې درېیمه غټه مجسمه ورسته د بامیانو له صلسال او شمامې مجسمې په همدې غونډۍ کې شتون درلود چې د وخت په تېردو سره له منځه تللې ده.
خوشه زاده وايي، چې همدا اوس زرګونه قلمه بودایي تاریخي آثار چې له سردار تاریخي غونډۍ څخه ترلاسه شوي، په خوندي ډول ساتل کېږي او په ټولو انقلابونو کې ورته کوم زیان نه دی رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د غزني موزیم د تاریخي آثارو د بیا رغونې ټیم هم له اوږد ځنډ وروسته بېرته خپل کار پيل کړی. ټاکل شوې چې دغه ټيم د غزني موزیم کې هغه آثار ورغوي چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته