ټولنه

په کندز کې له يوې رونيزې دورې څخه څه دپاسه څلور سوه تنه سرتيري فارغ شول

کابل باختردسلواغې شلمه :
دسيمه ئيزې اردو څه دپاسه څلور سوه تنه سرتيري پرون په کندز ولايت کې ديوې روزنيزې دورې څخه فارغ شول .
دباختر اژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، په هغې  غونډه کې چې په همدې مناسبت دملکي مسوولانو او په کندز ولايت کې دپامير دشلمې فرقې دپوځيانو په ګډون جوړه شوې وه دپامير دشلمې فرقې قوماندان ډګر جنرال حيات الله اقتاش وويل چې دغوسرتيرو په  يوه څلور مياشتنۍ دوره کې زده کړې کړې دي چې وروسته به  له نورو امنيتي منسوبانو سره په شمال ختيځ  زون  کې دندې ترسره کړي .
  په دې غونډه کې دکندز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې زموږ سرتيري ددې هېواد رښتني اتلان دي
دوى په ډيرو سختو  شرايطو کې او دغه راز شپه او ورځ خپل  ټټرونه ډال کړي دي او دخپل هېواد اوخلکو دفاع يې کړې ده .  اودپوځيانو سنګرونو ته ددغه نويو اتلان په يون سره به دپوځيانو ليکې لازياتې  پياوړې شي
ددغې غونډې په پاى کې په فارغانو دفراغت سندونه وويشل شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته