سیاست

د آقينې د اوسپنې پټلۍ پرانستل ګټور ګام وبلل شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٠
د مشرانو جرګې د دويم نايب انجنير حسيب الله کليمزي په مشرۍ د دغې جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې،د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اوسپنی پټلۍ پرانستل د هېواد د سوداګرۍ د پراختيا په برخه کې ګټور ګام وبلل شو.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې رئيس او غړو د هېواد د جمهور رئيس محمد اشرف غني او ترکمنستان دجمهور رییس(قربان قلي بردي محمدوف)له خوا د تامراد- آقينې د اوسپنې پټلۍ پراستل یی د هېواد د سوداګريزو او ترانزيتي اړيکو په برخه کې لويه پراختيا وبلله، څرګنده يې کړه چې له يوې خوا به ددی لاری په پرانستلو سره به افغانستان د اروپا اتحاديې له هیوادونوسره وتړل شی اول ه بلې خوا به دسوداګری اوترانزیت په برخه کی له زياتو اسانتياوو سره سره به ،افغانستان د سوداګری له انحصار او تجريد څخه وژغورل شی.
سناتورانو د هېواد سوداګرۍ او اقتصادي بدلون په برخه کې د دغې لاسته راوړنې له امله د هېواد جمهور رئيس او ټول ملت ته مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه تر څو حکومت وکولاي شي دا ډول بنسټیزی پروژو د رغاولو په برخه کی لا چټک ګامونه او چت کړی،چی له امله به یې کاری سرچینی پراخی او د سوداګرۍ په برخه کی به خنډونه ليري کړي.
همدا راز په پرونۍ غونډه کی د مجلس دنایب منشی نجیبی حسینی له خوا دافغانستان داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزارت اودتاجکستان جمهوریت دبهرنیو کارونو وزارت ترمنځ دهمکاریوپه تړاو پروتوکول اوهمدارنګه دمخترع اوکشف کونکیودحقوقودملاتړقانون په اړه دجمهوری ریاست۶۵ګڼه تقنینی فرمان غوڼدی ته معرفی اود څیړنی په موخه اړونده کمیسیونونوته ولیږل شو.
خو دغونډی په ازادو بحثونو کی؛د هېواد د بريالۍ مېرمنې شکردخت جعفري چې توانيدلي د سرطان دګواښوونکې ناروغۍ د درملنې له پاره یی څیړنیزه طرحه وړاندی کړي، مبارکي وويل شوه، څرګنده شوه چی ده ته د انګلستان د ٢٠١٦ کال د مخترع جايزه ورکړ شوی او ټينګار وشوچی حکومت دی د هېواد مخترعانو ته لازمه پاملرنه وکړي.
همدا راز د مجلس يو شمېر غړو،د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رييس د فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود وروستۍ څرګندونې چې ويلي يې دي، د حکومت په لوړو مقامونو کې د سيمې او مخالفانو استخباراتی او نفوذ لرونکې عناصر ځای په ځای شوی دی اوځینی یی د امنيتي ځواکونو د عملياتو په مقابل کی خنډونه جوړوی، تر بحث لاندي ونيوله او ټینګاروشو چې حکومتي لوړپوړي مسوولين دي په هغه صورت کې چې د دښمنانو د نفوذی اواستخباراتی اشخاصو په برخه کې موثق اوکره شواهد په لاس کې ولري، بايد ويې څيړي اودا کسان دی کشفی ارګانونو ته وروپیژنی اوله دي پرته منفی څرګندونې چې په عامه ذهنیونه اندیښنی را منځ ته کوی ،بایدمخنیوی یي وشی.
په همدی توګه په غونډه کی يو شمېر سناتورانو په جمهوري رياست او سپيدارماڼۍ کی د زیاتو سلاکارانو د ګومارلوپه اړه خبری وکړی او څرګنده يې کړه چی په دي ټولو سلاکارانو زیاته بودجه لګیږی اودا عمل به له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کی بي عدالتي وي اوټینګار وشو چی د سلاکارانو انتصاب ته دی له کمی او کیفی پلوه پاملرنه وشی او د غوره سالارۍ او اړتیا په بنسټ دی سلاکاران استخدام شي .
همدا راز ځینوسناتورانو د جوزجان په ولايت کی د دغه ولایت دحج او اوقافو د رئيس له خوا د پيام رسالت محمدي د ديني مدرسې د تړلو له امله سخته نيوکه وکړه اوزیاته یی کړه چی د دینی بنسټونو تړل او عالمانو او روحانيونو ته بي احترامي او نه درناوې د اسلامی لارښوونو خلاف عمل دی او په دی هکله یی د هراړخيزې څېړنې غوښتنه وکړه .
په غونډه کې همدا راز وويل شول چې د ژمي موسم په رارسېدو سره د لومړنيو خوراکی او سون توکو بيې لوړي شوي چې خلکو ته يې د پام وړ اندېښنې ولاړي کړي دي او هم د چارو مسولان د محتکرینو د خپل سریو مخه نه نیسی او ټينګار وشو چې بايد حکومتی اړونده ارګانونه په دي برخه کې اړین تدبيرونه تر لاس لاندي ونيسي.
په پرونۍ غونډه کې همدا راز عمومي غونډو او کمېسيونونو ته د هېواد د لوي څارنوال د پرله پسې نه حضور باندی نيوکه وشوه او وويل شول چې لويه څارنوالي د هېواد د اساسي قانون سره سم ملي شورا ته ځواب ويوونکې ده او هم وويل شول چې د اداري فساد پر وړاندې دعدلي او قضايي مرکز چارواکو،ياد مرکز ته د اداري فساد د پنځه پنځوس لويو تورنو د دوسيو د څیړنو خبر ورکړی؛خو تر اوسه یی یوازی عادي دوسيې څیړلی دی چې د دې بهير دوام به له فساد سره د مبارزې په برخه کې دحکومت په کړنو د خلکو بي باوري لا زياتی کړي.
د ترکمنستان دجمهور رئيس له خوا د هېواد جمهور رييس ته د افتخاري دوکتورا له ورکړې څخه هرکلې، د ځوانو کادرونو د جذب په موخه اعلان ته د کونړ ولايت د سيمه ييزې ادارې د تشو بستونو په سپارلو ټينګار، د بريښنا د نشتوالي اوزیاتی پرچاوی له امله د کابل ښاریانوستونزی، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د لمنځه وړو د نړيوالې ورځې څخه يادونه او په دي برخه کې د نافذه قوانينو په پلي کېدو ټينګار، د بېرته راستنو شويو او بيځايه شويو کورنيو وضعيت ته پاملرنه او د دوي په منځ کې د دشمن د نفود په اړه د کشفي ارګانونو د پاملرنې غوښتنه، د پکتيکا ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د خيالي څارنوالانو او قاضيانو شتون او په اړه يې د عدلي او قضايي بنسټونو نه پاملرنه، يوه جومات ته د کابل ولايت د بت خاک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو زورواکو څخه د يو تن د سپکاوي له امله نيوکه اویولړ نورې موضوعګانې هم په غونډه کی مطرح شوی .
دغه راز په غونډه کې د معلولينو او شهيدانو د پاتې کسانو د چارو د کمېسيون مرستيال عبدالباقي بريال د معلوليت لرونکو اشخاصو د نړيوالې ورځې د اهميت او د معلولينو له نړيوال کنوانسيون سره د افغانستان د پيوستون په اړه خبرې وکړې.
ده د معلولينو د حقوقو او امتيازونو قانون پر پلي کېدواو د معلولینو لپاره د خپلواکی اداری په رامنځ ته کولو د ټینګار ترڅنګ ، زیاته کړه چی د معلولينو د ستونزو او په ځانګړې توګه د کارموندنې، دولتي ادارو کې د معلولينو د استخدام، د ولايتونو د کار او ټولنيزو چارو په يو شمېر رياستونو کی د فساد له شتون څخه يادونه وکړه او له اړوندو ادارو يې وغوښتل تر څو په دي برخه کې جدي پاملرنه وکړي او هم يې د ملي يووالي حکومت د مشرانو څخه وغوښتل تر څو د معلوليت لرونکو اشخاصو پر وړاندې په خپلو ژمنو رښتيني پاتي شي.
د پورتنيو بحثونو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې دويم نايب د اوسپنې پټلۍ د پرانستلو د مبارکۍ تر څنګ د حکومت له مشرتابه او ددي لويې پروژې له ټولو کارکوونکو څخه مننه او قدرداني وکړه او زیاته یی کړه هغو کسانو چې په دې برخه کې زیاراو هڅی کړی، باید وستایل شی او هم يې د يوې افغانې مېرمنې له خوا د بريتانيا هېواد د ٢٠١٦ کال د جايزې د ترلاسه کولو له امله یی دهیواد ټولو خلکو اوپه ځانګړی ډول میرمنو ته مبارکي وويله او ژمنه يې وکړه چې هېواد ته د شکردخت جعفري د راتګ سره سم به نوموړی د مشرانو جرګې له خوا تقدير شي.
انجنير کليمزي په جوزجان ولايت کې د يوې ديني مدرسې تړل د اسلام د مبين دين لارښوونو ته بي احترامي وبلله او د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو کمېسيون ته يې دنده وسپارله تر چې د دغه ولایت د حج او اوقافو رئيس اونور اړوند چارواکی دی يوې غونډې ته را وبولی او رپوټ دي د ريسانو کمېټه ته وړاندی کړی.
دغونډی رییس همدا راز د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د جمهور رييس د فوق العاده استازي خبرو ته اشاره وکړه او هيله يې و کړه ترڅو نوموړي چې د حکومت په مشرتابه کې ځاي لري، باید د موجه دلايلواو کره سندونو له مخې،هغه کسان چې د سيمې د استخباراتو فرمانبرداره وي، د ملي خاينينو په څیر خلکو ته وروپيژني ؛له دي پرته که چېرې دا ډول څرګندونی د سياسي ملاتړ او د خلکو د پاملرنې په خاطرکیږی، د هېواد په خير نه دي او په دی ډول څرګندونو سره،باید د خلکو اندېښنې زياتې نه کړي.
دويم نايب د خپلو خبرو په دوام د لويې څارنوالې چارواکو نه حضور د اساسي قانون څخه سرغړونه وبلله، پريکړه وشوه چی لوي څارنوال او له فساد سره د مبارزي د عدلي او قضايي مرکز مسوولين دې د ريسانو د کمېټې دلیندی د۱۷ڼیټی په غونډه کی ګډون وکړی
دغونډی رییس نور طرحه شوی موارد ،اړوندو کمېسيونونو ته راجع او ټينګار یی وکړ چی په دغو برخو کې دې له مسوولو ارګانونو سره خبرې وکړي.
همداراز په پرونۍ غونډه کې سناتورې ليلما احمدي د بلخ، جوزجان او سمنګانو ولايتونو څخه ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د کمېسيون دپلاوی رپوټ وړاندي کړ چې تفصيلي يې مخکې د مشرانو جرګې د کمېسيونونو په خبرونو کې خپور شوي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته