سیاست

جمهورئیس غني د مصرله سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

-کابل باختر دثور نهمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې وروسته د مصر جمهوریت له سفیر محب نصر سره په دلکشا ماڼۍ کې د مخه ښې کتنه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې د هېواد جمهوررئیس د افغانستان او مصر تر منځ د دوستانه او ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګښت په برخه کې د ښاغلي نصر د بریالي ماموریت قدرداني وکړه او ده ته یې په راتلونکو دندو کې د لازیاتې بریا هیله وکړه.
وروسته د مصر جمهوریت سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت پر دوران خوښي څرګنده کړه ويې ویل، له افغانستان څخه ښې خاطرې لري او هېواد یې ژمن دی چې د افغانستان دولت او خلکو ترڅنګ پاتې شي.
هغه مصر او افغانستان دوه وروڼه او د دیني مشترکاتو لرونکي هېوادونه وبلل او څرګنده یې کړه، د د واړو هېوادونو تاریخي اړیکې او ګډ اسلامي تمدن د اړیکو پر پراختیا، زیات تاثيرات لري.
جمهوررئیس غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د ارزښت ترڅنګ په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې او افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسیو په برابرولو کې د مصر همکارۍ وستایلې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته