امنیت

نهه طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د وري ۹ مه / باختر
په زابل کې ۹ وسله وال طالبان د نویو جګړو په بهیر کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار هغه وخت له هوا او ځمکې بریدونه وشول چې په ارغنداب او شاه جوی ولسوالیو کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو نښتو کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو په زابل کې د ۷ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته