امنیت

دهېواد په شمال کې دولسو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
دهېواد دشمال په ولايتونوکې کې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دامنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې دولسو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن عبدالقهار آرام دباختراژانس خبريال ته وويل چې دکندز اوسرپل په ولايتونوکې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دهوايي او ځمکنيو دعملياتوپه بهير کې  ددولت څلور تنه وسله وال مخالفين وژل شو ي او دملا نسيم بادغيسي په نامه ددوى ديوه قوماندان په ګډون  نهه تنه نور ټپيان شوي دي .
آرام زياته کړه چې د ٢٠٩ شاهين قول اردو ددويمي پلې لواپرسونل دوه ماينونه دبلخ او بغلان په ولايتونوکې کشف اوشنډ کړل
داپه داسې حال کې چې د٢ ٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر پرون هم ديوولسو تنومشکوکو کسانو دنيولو او ديوې اندازې مهماتو اود چاوديدونکو توکو دکشف اوشنډولو خبر ورکړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته