کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
دنيمروز ولايت دکرنې اواوبو لګولو رياست اعلام وکړ چې په دغه ولايت کې دمقاوم غنمو لس نمايشي قطعې جوړېږي .
ددغو نمايشي ځمکو دجوړولو په مقصد بزګرانو ته دغنمو په دغو نمايشي قطعو کې د کار دڅرنګوالي په باب زده کړې ورکړ شوي دي .
دغه راز په هر بزګر دغنمو ٤٠ کيلوګرامه اصلاح شوي تخم او اتيا کيلوګرامه کيمياوي سره دملګروملتو دسازمان د کرنې او خواړو دسازمان په مرسته ويشل شوي دي .
دنيمروز دکرنې رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې هره نمايشي قطعه به دوه جريبه ځمکه وي .
ختم_ ج _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ