غزني باختر دسلواغې ١٤ نيټه :
يوولس تنه وسله وال طالبان پرون په غزني ولايت کې ووژل شول .
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ دغه يوولس تنه وسله وال طالبان د غزني ولايت دده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
نوري زياته کړه، په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو دوه ډيپوګانې هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.پاى _ ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ