ټولنه

يوې ځوانې نجلۍ په کابل کې ځان وواژه.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٤
يوې ځوانې نجلۍ پرون په کابل کې د زهرجنو درملو په خوړلو سره ځان وواژه.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغې ځوانې نجلۍ دکابل ښار ديوولسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې په دې کار لاس پورې کړى دى  تراوسه پورې ددغۍ وژنې علت او انګيزه نه ده معلومه په دې اړوند دپوليسو تحقيقات دوام لري، دپيښې په اړوند يو تن نيول شوى دى .
دغه پيښه په داسې حال کې کيږي چې څه موده مخکې دعامې روغتيا وزارت په کابل کې  دځان وژنې د وقايې لپاره غونډه جوړه  کړې  وه.
په هيواد کې دځان وژنې دپيښو زياتوالي په انديښنې وړ ستونزو بدل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته