فرهنګ

پوهنياره مژګان مصطفوي : د ناوړو دودونو او عنعناتو دټغر په راټولولو کې دديني عالمانو رول رغنده دى .

کابل باختر د لړم څلورمه :
دناوړو دودونو او عنعناتو دمخنيوي  علمي کنفرانس  چې دوه ورځې مخکې په کابل کې جوړ شوى   و ، نن يې خپل کار  پاى ته ورساوه .
  دغه کنفرانس  ناوړه دودونه  او عنعنات  زموږ دديني ارزښتونو پرخلاف دي  تر عنوان لاندې  دښځو دچارو وزارت له خوا  هغو ناخوالو ته دپاملرنې  داړولو  په خاطر  جوړ شوى و .  چې ناوړو دودونو او عنعناتو  زموږ دخلکو په تيره بيا دښځو دژوندانه په بهير باندې  ناوړه اغيزه  کړې ده .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په دې کنفرانس کې  دوزارتونو يوشمير مسوولينو  ،  دجمهوري رياست  او اجراييه رياست او دسترې محکمې استازو  يوشمير ديني عالمانو دملي شورا  مسوولينو او غړو  ، دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون  مسوولينو  او دمدنې ټولنې غړو  ګډون کړى و او دوى  ددغه کنفرانس  په درې ورځنۍ کار کې  په افغانستان کې داسلام دمبين دين او په هېواد کې دنافذو قوانينو له مخې  دښځې پرخلاف  دتاوتريخوالي او توپير  دناوړو  دودونو او عنعناتو دحالت  دڅرنګوالي  ،  داسلام دمبين دين له مخې  او په هيواد کې دنافذو  قوانينو پربنسټ  له  ټاکلې مودې څخه مخکې  دودونو او  دتاوتريخوالي  داقتصادي اړخ  دڅيړنې په باب  خبرې  وکړې  او په هېواد کې ددغو ناخوالو دلرې کولو لپاره يې  لارې چارې  پيشنهاد کړي دي.
  ددغه کنفرانس  په پاى ته رسيدونکي غونډه کې داطلاعاتواو فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو  معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  خبرې وکړې او ويې ويل  چې ټولنې  په بدلون کې دي  او هغه نوې پديدې چې په ټولنه کې څرګنديږي موږ بايد  له دغو پديدو سره  ځان  عيار کړو . او نوې پديدې  دښه والي تر څنګ  بدوالى هم  له ځان سره لري .
پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي څرګنده کړه :زياتره هغه سريالونه  چې دټلويزيوني شبکو له لارې خپريږي  محتوا يې  زموږ دخلکو دفرهنګ او دودونو  مخالفه ده  او په حقيقت کې  دښځو شخصيت  تر پوښتنې لاندې نيسي  او يوې ښځې ته بد شخصيت  وړاندې کول .
  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې وويل چې داسلام مبين دين ښځو ته  ځانګړى ځاى په پام کې نيولى دى او زموږ په ټولنه کې هم  ښځې  ځانګړى ځاى لري . او زموږ خلک د ښځو په تيره بيا  دميندو درناوى کوي
  پوهنيارې مژګان مصطفوي وويل  چې درسنيو څارنه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دکار په لارښود کې ځاى لري او په ډير لند ممکن وخت کې دتصويري رسنيو  دڅارنې څانګه  ددغه وزارت  دخپرونو رياست  په چوکاټ کې  په فعاليت پيل کوي.
دې په هېواد کې دناوړو دودونو او عنعناتو دټغر په راټولولو کې دديني عالمانو رول  ډير ارزښتناک وباله او ويې ويل  چې په رسنيو کې دديني عالمانو خبرې په خلکو  ځانګړى اغيزه لري .
  ددغه کنفرانس په پاى کې  دبرخه والو له خوا نيول شوي تصميمونه هم ولوستل شول  او يوپريکړه ليک هم صادر شو  او په هغه کې  د ناوړو دودونو او عنعناتو دمخنيوي لارې چارې  په ګوټه شوې  او په هېواد کې ددغو ناخوالو  دټغر  په راټولولو ټينګار شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته