کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
دفراه ولايت کې په پشت رود ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو او د دولت دوسله والو مخالفينو ترمنځ سخته جګړه دوام لري.
دملي اردو د دويمې لوا وياند عبدالروف رحماني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يو سرتيرى شهيد شوى دى.
د ده د څرګندونو له مخې په سيمه کې جګړه دوام لري او له هوايي قوتونو څخه هم مرسته غوښتل شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ