امنیت

په شاجوى ولسوالۍ ډله يېز بريد شوى

قلات باخترد وري د مياشتې ٢٦ مه
وسله والو طالبانو د زابل ولايت په شاجوى ولسوالۍ ډله يېز بريد کړى.
ځايي چارواکي وايي چې په دغه بريد کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيا شوي دي.
د شاجوى ولسوال وزير محمد جوادي د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولسوالۍ په زيات شمېر پوستو ډله يېز بريدونه وکړل.
هغه زياتوي چې د وسله والو بريد په شاتمبول شوى،خو په دغه نښته کې څلور تنه سرتېرى ټپيان شول چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته