خبرونهاقتصاد

په بلخ کې د برېښنا یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د تلې٤ مه، باختر

د بلخ د برېښنا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د لسګونو تولیدي فابریکو لپاره د برېښنا یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د بلخ د برېښنا شرکت رييس سردار ولي ثاقب باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې دغه شبکه د یاد شرکت له خوا د څه د پاسه ١٣ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې، چې د ۲۰ کیلو واټه برېښنا په ظرفیت لسګونو فاریکو ته یې ۲۴ ساعته برېښنا کړې ده.

د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه د یادې شبکې د پرانیستلو په مراسمو کې وويل چې اسلامي امارت هڅې کوي چې د پروژو په تطبيقولو سره د پراختيا ترڅنګ خلکو ته سوکالي هم رامنځته کړي.

په همدې حال کې د فابريکو خاوندانو د برېښنا د دغې شبکې د جوړولو له امله خوښي څرګنده کړه.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا