سیاست

اجراييه رييس : دانتخاباتي اصلاحاتو دکميسيون دلومړي پړاو کار له ملي ګټو سره دژمنې بيلګه ده .

کابل باختر د وږي   يوولسمه :
دهيواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  نن دافغانستان لپاره د ملګروملتو دسازمان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې  دانتخاباتي اصلاحاتو دکميسيون دپيشنهادي طرحې  په باب خبرې وکړې او د انتخاباتي اصلاحاتو دکميسيون دلومړي پړاو کار يې  ارزښتناک او هراړخيز وباله .
دباختراژانس دخبر له مخې په دې کتنه کې دهيواد اجراييه رييس وويل هغه څه چې دانتخاباتي اصلاحاتو کميسيون دخپل کار په لومړۍ  يوه مياشت کې  ترسره کړي دي په حقيقت کې  په ملي ګټو دژمنې او باور مندۍ دجدي او ارزښتناکې  نمونې او په افغانستان کې  په دموکراتيکو بهيرونوکې دشفافيت  تامينولو لپاره دمسووليت  مننې څرګندوى دى .
  ډاکتر عبدالله عبدالله  دغه راز په دې کتنه کې  وويل موږ دانتخاباتي اصلاحاتو دکميسيون دکار په هرکلي  او قدردانۍ سره دانتخاباتي  اصلاحاتو دلومړي  پړاو لپاره  دهغوى اصلاحي وړانديزونه څيړلي دي .
  داصلاحاتو دکميسيون دلومړي پړاو کار داصلاحاتو دعملي کولو لپاره هراړخيز  اساسي او لازم  موارد پيشنهاد  کړي دي
په راتلوونکو ورځو کې  دانتخاباتي اصلاحاتو دکميسيون پيشنهادي طرحه  دملي وحدت دحکومت دکابينې په غونډه کې څيړل  کيږي او دهغې داجرا کيدو لپاره تصميم نيول کيږي .
دغه راز دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي نيکولاس  هايسم دانتخاباتي  اصلاحاتو دکميسيون دکار دلومړي پړاو بشپړيدل  دانتخاباتي اصلاحاتو او په افغانستان کې دموکراتيکو بهيرونو ته داعتبار ورکولو په برخه کې  يو مثبت ګام وباله او دانتخاباتي اصلاحاتو دکميسيون دهڅو او هاند له امله يې قدرداني وکړه .
هايسم په دې کتنه کې دانتخاباتي اصلاحاتوله بهير سره دملګروملتو دسازمان په همکارۍ  او ملاتړباندې ټينګار وکړ اوزياته يې کړه چې دملګروملتو سازمان دانتخاباتي اصلاحاتو دکميسيون داصلاحي پيشنهادي طرحې په وړاندې  دملي وحدت دحکومت دمشرانو وروستي تصميم ته  سترګې په لاره دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته