کابل باختر دکب شپږمه :
په ارزګان ولايت کې پرون د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او يوتن بل ټپي شو .
د ارزګان ولايت دچارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالولي باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه د چارچينو ولسوالۍ په لوردوان سيمه کې هغه وخت وشوه چې دسيمې اوسيدونکو د امنيتي پوستې د يوه ځاى د تشخيصولولپاره له امنيتي ځواکونوسره مرسته کوله .
امنيه قوماندان وويل: په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او يوتن بل ټپي شوى دى .
ټپي ملکي روغتون ته ليږول شوى او د روغتون مسوولينو د ده روغتيايي حالت خراب بللى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ