خبرونهټولنه

په بلخ کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل شوه

کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د خواجه روشنايي او ورناغه په سيمو کې د ازبک او ترکمن قومونو ترمنځ د را ولاړې شوې شخړې د پرېکړې او حل په موخه د همدې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د جرګو په تالار کې غونډه جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په ياده غونډه کې د بلخ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس عبدالحبيب رحماني د شخړې له دواړه لوريو او قومي مشرانو سره په خپلو خبرو کې د قومونو تر منځ په یووالي ټینګار وکړ او دواړه لوري یې وحدت او ورورګلوۍ ته را وبلل او د دواړو قومونو تر منځ يې شخړه پای ته ورسوله.

په پاي کې دواړو لوریو د غونډې د ګډونوالو په حضور کې ژمنه وکړه، چې د غونډې پرېکړو ته به درناوى کوي او له نن نه وروسته به بیا ځلې شخړه نه کوي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا