امنیت

ايران ته د ديرشو کيلوګرامو نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيول شوه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
ديرش کيلوګرامه مورفين ډوله نشه يي توکي د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت د پوليسو د مسوولينو له خوا کشف او ترلاسه شول.
د فراه ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مقام باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ديرش کيلوګرامه مورفين ډوله نشه يي توکي چې په يوه کورلا موټر کې ځاى پرځاى کړى شوي و؛ غوښتل چې دغه مواد ايران ته قاچاق کړي چې دامنيتي ځواکونو له خوا دپلټنې په وخت کې کشف او ونيول شول .
خبرځاى وويل : تر اوسه پورې د پيښې عامل نه دى نيول شوى خو د نيولو لپاره يې پلټنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته