امنیت

په کابل کې دپوليسو په کاروان ځانمرګى بريد وشو .

-کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دکابل ښار په پنځمې حوزې پورې اړوند دکمپنيو په ساحه کې نن سهار چاودنه وشوه.
ويل کيږي چې دغه چاودنه دځانمرګي بريد زيږنده وه چې دپوليسو دمحصلانو په يوه بس وشو .
ويل کيږي چې په دې بس کې دميدان وردګو ولايت دتعليمي مرکز يوشمير محصلان داختر درخصتۍ لپاره کابل ته را روان و
تراوسه پورې امنيتي خبرځايونو په دې باب څه نه دي ويلي خوعيني شاهدانو دباختراژانس خبريال ته وويل :په دې بريد کې څو تنه پوليسان ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته