په هرات کې د ولسواليو جام د فوټسال سيالۍ د ګذرې ټيم په اتلوالي سره پاى ته ورسيدې.
د ولسواليوجام د فوټسال سيالۍ چې څو مياشتې مخکې د فوټسال کمېټې تر نظرلاندې د ورزشي آمريت په همکارۍ د ولسواليو او د اسلام قلعه او د تورغنډي ښارګوټو د فوتسال د شلو ټيمونو په ګډون پل شوې وې؛ د دغو سياليو پاى لوبه د ګذرې ولسوالۍ او د تورغنډي ښارګوټي د ټيمونو ترمنح وشوه چې دغه په زړه پورې لوبه د دوو په وړاندې په څلورو سره د ګذرې ولسوالۍ د فوټسال د ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
د دغو سياليو کپونه او جايزې د فوټسال فدراسيون د مسوولينو له خوا د غوره ټيمونو ښوونکو او ورزشکارانو ته ورکړل شول.
د يوبل خبرله مخې :
د رزمي ورزشونو د فدراسيون مشرتابه هيئت له هرات څخه کابل ته راستون شو.
د آزادې مبارزې درې کسيز هيئت چې د لوبو د ترسره کولو په مقصد څو ورځې مخکې هرات ولايت ته سفر کړى و، د ورزشي آمريت کارونه مثبت وبلل او په خپل کې د کبير د کارونو له امله مننه وکړه.
د يوبل خبرله مخې:
د هېواد د کيک بوکسنګ ټيم ترکمنستان ته لاړ.
د هېواد د کيک بوکسنګ ټيم نن د ١٣ تنو ورزشکارانو په کميت د ترکمنستان په نړيوالو سياليوکې د ګډون په مقصد سفر وکړ.