سیاست

دافغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ : په راتلوونکو انتخاباتو کې د زيات شمير کورنيو او نړيوالو کتوونکو په شتون سره به درڼو انتخاباتو شاهدان و اوسو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
دافغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو دبنست (فيفا)  ويندوى  وايي څومره چې دکورنيو او نړيوالو بنسټونو کتوونکي دراتلوونکي کال انتخاباتو په ترسره کولو کې برخه واخلي په هماغه اندازه په  راڼه  انتخابات   ولرو.
په همدې حال کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  ويلي دي چې درې زره تنه کورني او بهرني کتوونکي به دراتلوونکي کال انتخابات وڅاري .
ده زياته کړه چې همدا اوس يو سلو شلو کورنيو او نړيوالو بنسټونو د راتلونکو انتخاباتو دڅارنې لپاره دانتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه د څارنې کارتونه  ترلاسه کړي دي .
د ده دڅرګندونو له مخې :  دغو بنسټونو تراوسه پورې خپل ١٤٠٠ تنه استازي  د راتلوونکي کال دانتخاباتو دڅارنې لپاره دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته معرفي کړي دي . خو دفيفا بنسټ ويلي دي چې موږ تراوسه پورې دانتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه خپلو کتوونکو ته دڅارنې کارتونه   نه دي ترلاسه کړي .
دافغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ ويندوى  محمدفهيم   نعيمي دباختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل :  چې موږ دتيرو انتخاباتو په پرتله دهيواد په ګوټ ګوټ کې دخپلو کتوونکو شمير لسو زرو تنو ته لوړ کړ او د رايې  ورکولو په سلو کې نږدې  ٧٥  مرکزونه تراغيزې لاندې   نيسو.
نعيمي زياته کړه  ، څومره  چې دسياسي ګوندونو ، مدني ټولنې او دکورنيو او بهرنيو  بنسټونو کتوونکي زيات دانتخاباتو بهير وڅاري په هماغه اندازه به  موږ درڼو او له لاسوهنې او تقلب پرته د انتخاباتو شاهدان و  اوسو.
د ده دڅرګندونو له مخې  :  موږ تر اوسه پورې خپلو کتوونکو ته   دانتخاباتوله خپلواک کميسيون څخه دڅارنې کارتونه نه دي ترلاسه کړي خو کله چې زموږ کتوونکو ته دباورليک دترلاسه کولو بهير چې د پړاونو بشپړول   يې دوام لري ، پاى ته ورسيږي، ترلاسه به يې کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته