امنیت

دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دشورتيپې ولسوالۍ لپاره نومول شوي ولسوال ووژل شو .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو  دډلې له خوا  دشورتيپې ولسوالۍ  لپاره  نومول شوى ولسوال تيره شپه  په جوزجان کې ووژل شو.
  مولوي عبدالرحيم  له دريو همکارانو سره يې  دجوزجان ولايت  په منګجګ  ولسوالۍ کې  دافغان امنيتي ځواکونو  دځمکنيو او هوايي بريدونوله امله وژل شوى دى .
  دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري  باختراژانس ته وويل چې افغان پوځيانو  دطالبانو  دراټوليدو په دوو سيمو هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې څلور تنه  وسله وال طالبان  ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول .
  غفوري زياته کړه ددغو پوځي عملياتو په بهير کې  چې له دوو ورځو راپديخوا  دجوزجان ولايت  په ناامنو ولسواليو کې پيل شوې  دي  يوشمير کلي هم دامنيتي ځواکونو تر کنترول لاندې راغلي دي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته