امنیت

اووه طالبان د هېواد په شمالي ولايتونو کې ووژل شول

 کابل / د زمري ١٩مه / باختر
اووه وسله وال طالبان پرون او تېره شپه د هېواد په شمالي ولايتونو کې له پوځيانو                 سره په جګړو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د بلخ د شولګرې، د فارياب د ګرزيوان، د جوزجان د فيض آباد او صياد ولسوالیو او د سرپل ولایت د مرکز په مربوطاتو کې له پوځيانو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
رضايي زياته کړه: په دغو نښتو کې ۸ نور وسله وال طالبان ټپيان او د هغوى درې ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړاى شول.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته