فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت غونډه جوړه شوه

کابل باختردسلواغې دمياشتې  ١٤ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت غونډه نن د دغه وزارت د سرپرست  سيدمصدق خليلي په مشرۍ جوړه شوه.
دباخترآژانس د خبرله مخې: په دې غونډه کې سيدمصدق خليلي په لنډو خبروکې   هغه ستونزې او چلنجونه چې د دغه وزارت د مالي بودجې په اجرا کولوکې د ځنډ زيږنده دي؛ طرحه کړل او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي د فرهنګ او د خبر رسولو د سنګر سرتيري دي.
د ده د څرګندونوله مخې: د دغه وزارت ټول کارکوونکي د رخصتيو د ورځو په ګډون په بېلابېلو برخوکې شپه او ورځ کار کوي او بايد د هغوى د اضافه کارۍ  د حق د ورکولو په خاطر د حل مناسبې لارې چارې ولټول شي.
په همدې ترتيب د دغه وزارت د بېلابېلو ادارو رييسانو او د دولتي رسنيو مسوولينو هم د نظريو په څرګندولوسره د دغو ستونزو د حل کولو غوښتنه وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معيني ميرمن سيمين حسن زاده خبرې وکړې او ډير ژر يې د دولتي رسنيو د ستونزو د حل کولو او د کيفيت په ښه والي باندې ټينګار وکړ.
د دغې غونډې په پاى کې يوه کميټه طرحه شوه چې د طرحه شويو مسئلو په باب کار وکړي او خپله پريکړه دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت په بله غونډه کې وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته