(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

په بلخ کې د « عالیست افغانیست» ترسرلیک لاندې د کورنیو تولیدانو نندارتون جوړ شو

کابل، د کب ۲۹مه، باختر
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د « عالیست افغانیست» ترسرلیک لاندې د کورنیو تولیدانو درې ورځنی نندارتون د کاپيسا باستان شرکت په همکارۍ جوړ شو.
د دغه نندارتون د پرانیستلو پرمهال د صنعت او سوداګرۍ خونې سرپرست یونس مومند د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورنيو تولیدات د ملاتړ او صنعت کارانو د تشویق لپاره مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې د یوه هېواد پرمختګ په صنعت پورې تړلی او د صنعت له پرمختګ پرته هېڅ ټولنه ځان بسیاینې ته نه شي رسېدلای.
ورته مهال د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې استازي نجم الدین صدیقي وویل، چې په بلخ کې صنعت ښه پرمختګ کړی او د صنعت کارانو لپاره په دغه ولایت کې د کار کولو ښه زمینه برابره شوې ده.
هغه د بلخ له ټولو اوسېدونکو څحه وغوښتل، چې له خپلو کورنيو توليداتو څخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې د بلخ، جوزجان، سمنګانو، جلال آباد، کندهار او غزني ولایتونو څخه په ١١٥ غورفو کې کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا