فرهنګ

د سيد قاسم رښتيا د زيږيدنې سلمه کاليزه ونمانځل شوه

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
د افغانستان د نوميالى ليکوال اومورخ سيد قاسم رښتيا د زيږيدنې سلمه کاليزه نن  د شهر کتاب د خپرونو  له خوا په کابل کې ونمانځل شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله دشهر کتاب د خپرونو په تالارکې جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير  ډاکتر سيد مخدوم رهين پيغام ددغه وزارت د سلاکار جلال نوراني له خوا ولوستل شو او د دغه پيغام  په يوه برخه کې ويل شوي دي:
خوښ يم چې په دې غونډه کې د افغانستان د معاصر فرهنګ د يو ستر شخصيت درناوى کيږي او خدمتونه يې نننى نسل ته معرفي کوي او ارواښاد سيدقاسم رښتيا د ١٣٤٣ کال  د اساسي قانون له تصويب او وزارت ته  دمطبوعاتو دمستقل رياست له لوړيدو وروسته د هيواد د مطبوعاتو لومړنى وزير وټاکل شو او په خپلو ډيرو ښو آثارو سره له دې جملې څخه  (افغانستان در قرن  نزده) د معروف کتاب په معرفي کيدو سره د افغانستان د روښانفکرانو په ذهنونوکې پاتې شوى دى.
د ډاکتر رهين په پيغام کې ويل شوي دي: ارواښاد رښتيا د ميرغلام محمد غبار،  ميرمحمد صديق فرهنګ، حيدر ژوبل، ګل پاچا الفت، عبدالحى حبيبي او د افغانستان د معاصر تاريخ او ادبياتو دلسګونو تنو نورو ځلاندو فرهنګي څيرو په شان د تاريخي آثارو او د درسي کتابونو په ليکلو سره ستر خدمتونه کړي دي.
په دې غونډه کې د شهر کتاب د خپرونو رييس نجيب الله منلى هم د سيدقاسم رښتيا دشخصيت اوژوند ليک په باب خبرې وکړې؛ ويې ويل: سيدقاسم رښتيا د حبيب الله خان زوى د ١٢٩٢هجري لمريز کال د وري په مياشت کې په کابل کې وزيږيد او خپلې زده کړې يې د استقلال په عالي ليسه کې پاى ته ورسولې او وروسته د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي کارکوونکى په توګه په کار پيل وکړ.
منلي زياته کړه: رښتيا د ليکوالى تر څنګ په ټولنيزو فعاليتونوکې هم ارزښتناک رول لوبولى دى چې کولى شو د سرې مياشتې، د ښځو د خيريه موسسې، مرستون او د زيږنتون د جوړولو يادونه وکړو.
منلي څرګنده کړه چې ارواښاد رښتيا د ليکوالى کار له ځوانى څخه پيل کړ. د ده زيات شمېر مقالې اوليکنې د اصلاح او انيس په ورځپاڼو او په آريانا مجله او په کابل مجله کې خپرې شوې دي.
رښتيا د١٣٥٧کال د ثور دمياشتې د اوومې نيټې له کودتا وروسته له هيواد څخه ووت او په سويس کې يې استوګنه غوره کړه او د خپل عمر تر پاى يعنې تر ١٩٩٨  کال پورې په هماغه ځاى کې پاتې شو .
ده وويل: د سيدقاسم رښتيا تاليف شوي آثار د ژوزوف هاکن له آثارو څخه ژباړل شوي ، ګريکو بوديک ګنډها آثار، د کوپرن له آثارو څخه ژباړل شوي، سه يار وفادار، عشق مخفي، د سليم په نامه درامه، افغانستان درقرن نزدهم، سيد جمال الدين افغاني و افغانستان،  نادرخان څه ډول سلطنت ته ورسيد، خاطرات سيد قاسم رښتيا، تراژيدي افغانستان-بهاى آزادي ( په انګليسي ژبه او دغه راز  ميان دو اهريمن هم په انګليسي ژبه د ارواښاد رښتيا له تاليفاتو څخه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته