سیاست

دهېواد د ٣٤ ولايتونو دراي اچونې دمرکزونو داروزنې پايلې تصويب شوې .

– کابل باختر د ليندى نهمه
دټاکنو دخپلواک کميسيون د بنسټيزو سمونو دپلي کيدو او عادلانه ،رڼو او ازادو ټاکنو ته دزمينې برابرونې په  موخه داړونده اجرايي پلان تګلارو له مخې دمرکزونودارزونې په بريالى توګه پاى ته ورسول .
باختراژانس په رارسيدلي خبر کې ويل شوي دي .
  دهېواد ٣٤ ولايتونو دراي اچونې ټولټال ٧٣٥٥ مرکزړونه  تر ارزونې او بيا ټاکنې  لاندې ونيول شول .دمرکزونو دارزونې  پايلې دټاکنو دخپلواک کميسيون دغړو له لوري په علني ناستو کې درسنيو او مدني ټولنو داستازو ترمنځ تصويب شوي.  هغه سيمې چې دامنيتي ستونزو له امله  ونه ارزول شوي  په خپل  حالت پاتې دي او دشرايطو پراساس به پکې بدلون راشي  زموږ ګران هېوادوال کولاى شي دراي اچونې مرکزونه  دکميسيون دوبسايت له لارې  ولايتي دفترونو او درسنيو له لارې چې خپور شوې يا خپريږي ، ترلاسه کړي  کولاى شي خپل شکايت او نيوکه  ولايتي دفترونو او ټاکنيزو کميسيونونو سره شريک کړي .
ديادونې  وړ ده چې دشکايتونو  له څيړنې وروسته او دامنيتي وضعيت د بدلون په صورت کې کيدايش ي د دغو سيمو په  مرکزونوکې بدلون راشي څرنګه چې ځينې مرکزونه  په ناامنو سيموکې قرار لري همدارنګه شوي شکايتونه به د ټاکنيزو کميسيونونو له لورې وڅيړل شي او پربنسټ به يې وروستۍ پريکړه ترسره شي .
دټاکنو دخپلواک کميسيون دمشرتابه  غړي او کارکوونکى له ګرانو هېوادوالو او له ټاکنيزو شريکانو څخه مننه او  کورودانۍ کوي او  هيله لري چې په راتلوونکو برنامو  په ځانګړي  ډول دراي ورکوونکو نوم ليکنه  کې چې ترلاس  لاندې ده له موږ سره مرسته وکړي ترڅو د ټولو  ملي برنامو بريالي ترسره کيدل باوري شي.  تر څنګ يې درسنيو څاروونکو او کتوونکو بنستونو  څخه هم مننه او همدارنګه هيله ترې کيږي  چې خپلې کره څارنې او کتنې باندې يې  دابهير روڼ کړ چې منلي  ټاکنې ترسره کړاى شو .
دټاکنو خپلواک کميسيون يو ځل بيادافغانستان له پتمن ولس سره ژمنه کوي چې دړنو اوعادلانه ټاکنو د ترسره کولو لپاره به سمونې پلي کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته