سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه دحامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر دتلي  څليرويشتمه
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  حامدکرزي په مشرۍ دجمهوري رياست د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې  جوړه شوه .
  دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ: دغونډې په پيل کې د وزيرانو شورا دسرې مياشتې د ځانګړې اوونۍ له امله  چې دتلې دمياشتې په وروستي  اوونۍ کې نمانځل کيږي؛  د دولتي کارکوونکو د اعانې د ورکولو په باب  دافغاني سرې مياشتې د ټولنې غوښتنه وڅيړله ،  پريکړه يې وکړه  چې د وزيرانو شورا غړي دې دسرې مياشتې د ځانګړې اوونۍ له امله دخپلې يوې اوونۍ معاش  داعانې په ډول دغې ټولنې ته  وليږدوي .
  له اجندا سره سم دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رييس  صادق مدبر دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  د ١٣٩١ کال د زمري دمياشتې د پنځمې نيټې  د ٤٥ ګڼه فرمان د تحقق د څرنګوالې په باب غونډې ته  داسې معلومات وړاندې کړل:
په پيل کې ده دباميانو ولايت ته دجمهوري رياست د دويم مرستيال  ، محمد کريم خليلي په مشرۍ دترانسپورت او هوايي چلند ، دکليو دبيا جوړولو او پراختيا ،  کرنې او اوبو لګولو، لوړو زده کړو ، فوايد عامې او د ښار جوړولو دچارو  د وزيرانو او د ژوندانه دچاپيريال ساتنې  دملي ادارې  د رييس دکاري  سفر په باب  غونډې ته معلومات وړاندې کړل او وې ويل چې ددغه سفر په بهير کې  د اداري  واحدونو ،  پرمختيايي پروژو  په کتنې ،  دسيمه ئيزو ستونزو په اوريدو او له خلکو سره  په کتنې سربيره  دباميانو _ يکاولنګ  سړک ،  لمريزې بريښنا ،  دپوهنتون د اداري ودانۍ  ،  د کرنې او دښوونې او روزنې  د پوهنځيو  د ودانيو ،  د ملا غلام د تحقيقاتي فارم ، دخوراکي توکو د زيرمې  دګوډام ، دکرنې او اوبو لګولو رياست  او د نرسنګ  دښوونځى د ودانيو په ګډون نهه عمراني پروژې  پرانستل شوې  او ګتې اخستنې ته وسپارل شوې .
  دغه راز  ديکاولنګ  دمجاهدينو د ښارګوټې او دکروندګرو دښارګوټې دپروژو او ددغه ولايت  د دوه سوه بستريز روغتون دپروژو دکار پرانست  او دباميانو _ اونى غاښى  د سړک  دکار  دپرمختګ بهير کتلى دي .
  په همدې ترتيب  دپوهنې  ، سوداګرۍ او صنايعو ، اطلاعاتو اوفرهنګ او دحج او اوقافو   وزيرانو او دسيمه ئيزو ارګانونو  د خپلواکې ادارې  رييس  د جمهور رييس د  ٤٥ ګڼه فرمان دتحقق  او د دويمو واحدونو  دکتنې په خاطر دکاپيسا ، لوګر ، کونړ ، ننګرهار او لغمان ولايتونو ته کاري سفرونه کړي دي .
  وروسته ده  په دريو مياشتوکې د فرمان  دلارښوونو دپمرختګ  په اړوند چې  د روان کال د لړم دمياشتې په پنځمه نيټه  وخت يې  بشپړيږي، د دولتي املاکو  د غضب په باب دکرنې او اوبو لګولو وزارت د رپوټ د  تفصيل په اړوند غونډې ته معلومات وړاندې کړل  .
دغه راز ددغه فرمان د نورو لارښوونو په باب ديادونې وړ پرمختګونه  شوې دي ،  د دې هيله شته چې په ټاکلې وخت کې عملي  شي .
  د وزيرانو شورادکرنې او اوبو لګولو وزارت  او دچارو د اداري او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست موظف کړل چې دهيواد په ولايتونوکې دغصب شويو دولتي ځمکو اندازه  دهغو دغاصبينو له نومونو سره دقيقه او مشخصه کړي  او د وزيرانو شورا راتلونکو غونډو ته دې  رپوټ  وړاندې کړي .
  داجندا په بله برخه کې  دنړيوالو بانکونو  له اوږدمهالو پورونو او له نورو عايداتي سرچينو او منابعو څخه په استفادې سره دبريښنا او د اوبو د بندونو  دسترو پروژو دجوړولو د تمويل په باب اوږدې خبرې وشوې او پريکړه وشوه چې د انرژي او اوبو، کرنې او اوبو لګولو او دکانونو وزارتونه دې دبريښنا او  د اوبو لګولو دبندونو  فهرست د اوبو ، ګاز ، ډبرو سکرو ،باد او له نورو انرژيکي منابعو څخه دهغو دلومړيتوبونو په ټاکنې سره  دپانګې اچونې، د انرژي دتوليد او دهغو ځمکو د پراختيا له پلوه چې تر اوبو لګولو لاندې نيول کيږي؛ په پنځو کلونوکې د دوه زره ميګاواټه  بريښنا دتوليد په پام کې نيولو سره، له اقتصادي پلوه مطالعه کړي او  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په مشرۍ په خاصه  اقتصادي غونډه کې د تصميم نيولو په مقصد  وړاندې  کړي .
  وروسته دکورنيو چارو وزير او ددغه وزارت  اداري معين  او تخنيکي ټيم  دافغانستان داسلامي جمهوريت داتباعو دمعلوماتي فورم په اړوند د تابعيت د الکترونيکي تذکرې دصادرولو په مقصدغونډې ته مفصل معلومات وړاندې  کړل .
  د وزيرانو شورا د کورنيو چارو وزارت  موظف کړ چې معلوماتي فورمې دغونډې له يادونې سره سمې  تصحيح کړي او دجمهوري رياست مقام ته دې  وړاندې کړي .
  ورپسې دملي دفاع وزير د وسله وال پوځ  منسوبينو ته  د کورونو دجوړولو او ويش دپاليسي طرحه غونډې ته وړاندې کړه، د وزيرانو شورا دملي دفاع وزارت موظف کړ  چې دموضوع  د زياتو  جزئياتو  د بيانولو  په خاطر  دې ، دغه طرحه  د وزيرانو شورا د راتلونکې غونډې داجندا  په سرکې  وړاندې کړي .
   وروسته دملي امنيت دلوى رياست د روان کال  په تشکيل کې د يو زرو درې سوه نويو بستونو دمنظوري په باب دبودجې د کميټې پريکړه  دماليې دوزير له خوا غونډې ته طرحه شوه  چې دتصويب وړ وګرځيده. دملي امنيت لوى رياست او دماليې وزارت  دهغې  په تطبيق موظف کړاى شول .
  دغونډې په پاى کې دماليې  او دعامې روغتيا وزيرانو دعامې روغتيا وزارت او د اغا خان موسسې ترمنځ دجمهوريت روغتون دقرارداد  د تفاهم ليک طرحه  غونډې ته  وړاندې کړه .
د وزيرانو شورا دعدليې وزير موظف کړ چې دغه تفاهم ليک دملي ګټو په پام کې نيولو سره دهيواد دنافذو قوانينو په چوکاټ کې وڅيړي او وروستي طرحه دې د وزيرانو شورا  راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته