امنیت

په کونړکې د چاودنې له امله ٢٨ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
د کونړ ولايت په مرکز اسعد آبادکې د چاودنې له امله ٢٨ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه چاودنه د بريښنا د ميتر په صندوق کې د مقناطيسي ماين د ځاى پرځاى کيدو له امله د اسعد آباد ښار په بازارکې رامنځته شوه چې له امله يې ٢٨ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: د پيښې ټپيان د کونړ ولايت ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د چارواکو دڅرګندونو له مخې د دغې پيښې د شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى .
د کونړ د ولايتي شورا مرستيال د دغې چاودنې عاملين وغندل او هغه يې د اسلام پرخلاف کار وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته