خبرونهاقتصاد

په بلخ کې د مالوچو د پروسس یوه فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 کابل، د تلې ۱۵ مه، باختر

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د (جن وپرس صیام انترنشنل)کارخونې د مالچو یوه فاریکه د ۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د خصوصي سکټور له خوا جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د صیام انترنشنل کارخونې مشر سید محمد هاشم هاشمي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې، یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۰ زرو کیلو ګرامو مالوچو د پروسس وړتیا لري.

په همدې حال کې د بلخ د صنعت او تجارت خونې سرپرست اسدالله اسدي وویل، چې دغه کارخونه به افغانستان د مالوچو په برخه کې ځان بسیاينې په لور بوځي.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال په بلخ کې د څه د پاسه ۳۰۰ وړې او لویې کارخونې فعالیت کوي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا